ښاغلي قریشي وویل: "پکار ده پدی ځانونه پوهه کړل شي چې د افغانستان وضعیت ته د لویدیځي سرحد د وضعیت نه بیل نظر نشي کیدی."
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات په مهال ویلي و چې د افغانستان د سولې د پروسې سره به پوره مرسته وکړي او حتی د افغان طالبانو سره به هم ملاقات کوي.
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر دغه وینا د هغې نه وروسته کړیده چې د کشمیر د پارلماني کمیټې د مشر سید فخر امام سره یې ملاقات وکړ.
د پاکستان د ډان ورځپاڼه لیکي چې د کشمیر په اړه د پارلماني کمیټې په غونډې کې د ولسمشر ټرمپ د دریځ ستاینه وشوه.
د غونډې نه وروسته د پاکستان د بهرنو چارو وزیر یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا وکړله او ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ په کشمیر د مسلې د ثالثۍ د وړاندیز نه وروسته یې دغه غونډه رابللي وه.
هغه وویل: "په ختیځي سرحد زمونږ د عسکرو ځای پر ځای کیده یوې خوا ته د سیمې د امنیت په ټینگیدو کې مهم دي. مونږ قبایلي سیمې د پښتونخوا سره یوځاې کړیدي او هلته پرامنه انتخابات وشول. مونږ د قبایلي سیمو لپاره بودیجه ټاکلې ده."
د قریشي دغه وینا د پاکستان د هغه نظر یادونه ده چې وایي د افغانستان د مسلې سره سره دې د کشمیر مسله هم حل کړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)