د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د داخله وزارت ۱۴۵۸ شمیر مکتوب په اساس، ښاغلی غلام سخی غفوری د دندی څخه ګوښه او پرځای یی حاجی محمد آغا د محمد حسین زوی د دایکندی نوی امنیه قوماندان په حیث وټاکل شو.
د دایکندی نوی امنیه قوماندان مخکې له دی د داخله وزارت عامه ساتنې اپراسیون عمومی مدیر وو.
محمد آغا داوود، د معرفی محفل په جریان کې وویل: کجران اکم وضعیت ته به رسیدګی وشی او ډیر نږدی فرصت کې به د کجران خپل سرتیرو ترڅنګ د نورو ولسوالیو سرتیری هم قرار ونیسی.
یادولو وړ دی، د دایکندی ولایت نوی امنیه قوماندان په داسی حال کې معرفی کیږی چی کجران د طالبانو په لاس د سقوط په لمن کې قرار لری او هره ورځ امنیتی ځواکونو تلفاتو شمیر ډیریږی. همدارنګه د اشترلی ولسوالی هم په دی اخرو کې د غیری مسؤول مسلح ډلو له لوری په کې ناامنی رامنځته شوی او په دی ولایت کې امنیت کلی وضعیت خراب او حساس دی.