تورنجنرال دادان لونګ پرون چهار شنبه د جوزا میاشتې په ۲۹ مه په داسي حال کې دغې ولسوالۍ ته ورغلی چې د سویل ختیځ زون د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال اډ میرل یې ملتیا کوله.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د خبر پاڼې له مخې تورنجنرال دادان لونګ د دغې ولسوالۍ له مشرانو سره د کتنې پر مهال هغوی ته په خطاب کې د دې ولسوالۍ د لاښه امنیت د تامینولو په پار ډاډ ورکړی، او ورته ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ ستاسو په چوپړ کې وي او وسله وال ترهګر به نه پریږدي چې پدې ولسوالۍ خپل کرغیڼ عملونه ترسره کړي.