عطاءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د جلال آباد ښار تیری ورځې پنجشنبه ماسپښین انتحاری برید وروسته د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی ددی انتحاری برید پّ ترڅ کې چی غرمی وروسته ۴ بجی د جلال آباد ښار شپږم ناحیه کې د فامیلی په سیمه کې د عامه نظم ځواکونو یو پوستی ته نږدی رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا نږدی ۵ غیری نظامیان د یو کوچنۍ په ګډون د ۴ نظامیانو سره شهید شوی او ۱۲ تنه نور د نظامیانو او غیری نظامیانو په ګډون ټپیان شوی دی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی برید درو ټپیانو وضعیت ډير خراب دی.
تراوسه کوم کس یا کوم ډله ددی برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار په ولایت کې طالب او داعش دواړه ډلې فعالیت لری.