ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، د تخار د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو جګړه کې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت او غبرګون په پایله کې تیښتې ته اړ شوي او ۲۵ وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې جګړه کې ۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
دفاغ وزارت په دې نیښتو کې، چې پرون د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې پیل شوې، د ۲۵ طالب وسله والو د وژل کیدو خبرو ورکړی دی.