د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، د ګډو عملیاتو په پایله کې چې د چمتال ولسوالۍ په بوکه او مغول کلیو کې تر سره شول، د ترهګرو طالبانو یو خطرناکه ډلګۍ مشر چې ملا خادم نومیده وژل شوی دی.
ښاغلي رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي د دغې ترهګرې ډلې یو تن بل فعال غړی هم د دې عملیاتو پر مهال نیول شوی دی. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)