د ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، دغه هوایي برید پرون چهار شنبه (د ثور په ۴مه) له غرمې مخکې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان مولوي فیاض پر موټر تر سره شوی، چې په ترڅ کې مولوي فیاض او د هغه ٢ ساتونکي وژل شوي ، موتر او ٢ میله وسلې یې له منځه وړل شوي دي.