د افغانستان ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د دښمن د ځپلو په موخه دغه عملیات د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ترسره شوي او پرمهال یې د طالبانو سنګرونه، د هغوی د وسلو او مهماتو د پټن ځایونه او نقلیه وسایط له منځه وړل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دغو عملیاتو پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم د سر زیانونه اوښتي خو کره شمېره یې نه ده ښوولې.