د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبانو تیر کال خزان لومړیو کې د امنیتی ځواکونو له لوری د پاتو ولسوالی برمنی سیمې څخه وشړل شو او دا سیمه د دولت تر کنترول لاندی وو خو وروسته امنیتی ځواکونه دا سیمه پریښوده او طالبان یوځل بیا سیمه د جدی مشکل سره مخ کړی دی.
محمد یعقوبی د پاتو ولسوالی سرتګاب سیمې یو تن اوسیدونکې د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې په سیمه کې د خلګو بد وضعیت څخه خبر ورکړی او ویلی دی چی طالبان د خوراکی توکو او نورو اموالو رانیولو او خرڅولو مانع د سرتګاب ولسوالی برمنی سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه چی سرتګاب برمنی سیمې اوسیدونکې مجبور شوی چی حتی خپل ضرورت وړ خوراکې توکې په قاچاق ډول دا سیمې ته وارد کړی خو مخکې ورځ طالبان ددی خبری څخه خبر شوی وو او خلګو رانیول شوی مواد اوبو کې اچولی دی.
محمد زیاته کړه، که دولت په دی برخه کې عاجل اقدام ونه کړی نو په دی سیمه کې به انسانی تلفات واوړی.