عبدالرشید بشیر د تخار امنیه قوماندان رسنیو ته وویل، ۱۲.۵ کیلو ګرامه هیرویین چی په یو موټر کې ځای پرځای شوی وو او قرار وو چی د بدخشان ولایت څخه تخار ولایت ته قاچاق شی، د کلفګان په ولسوالی کې تلاشی په وخت کې د مخدره توکو سره مبارزی پولیسو له لری کشف او ضبط شو.
د یادولو وړ دی چی موټر چلوونکې هم دی قضیه اړوند نیول شوی دی.