د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاءالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند نن چهارشنبه د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی د ننګرهار ملی امنیت ریاست هڅو او مرستو له امله د ۹۷ کال په جریان کې نږدی ۳۱۴ تنه طالب او ۶۴ تنه داعش وسله وال په دی ولایت کې د سولې پروسی سره یوځای شوی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی کسانو په لیست کې ۲۰ تنه یی د مسلح مخالفانو قوماندانانو څخه دی.
هغه وویل چی دا کسان په سلهاوو سپک او درانده اسلحه دایاک پروسه ته سپارلی دی.
د ننګرهار سیمه ایز دا چارواکې د نورو مخالفینو څخه هم غوښتی دی چی جګړی ادامی پرځای د سولې پروسی سره یوځای شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.