د ملي امنیت د رسنیو دفتر وايي چې ټاکل شوې ښاغلی محب د دغه هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ولیدل او د «سولې بهیر، د سیمهییزو همکاریو، له ترهګرۍ او نشهيي توکو قاچاق سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.»
تمه ده چې د ازبکستان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د ملي امنیت د سلاکار په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اخیزه امنیتي کمېسیون د کارونو د پرمختګ بهیر وڅېړل شي.
ښاغلی محب په داسې حال کې د سولې خبرو اترو لپاره ازبکستان ته درومي چې قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو پنځم پړاو جریان لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)