د هملند ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې دغه ډله ییز برید چې تېره شپه درې بجې پیل شوي وو نن له ځایي وخت سره سم په اوه نیمو بجو د ۲۰ برید ګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی، خبر پاڼه زیاتوي چې په دغو بریدګرو کې اته ځانمرګي هم شامل وو.
د اعلامیې په حواله په برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
بل خوا وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې یې د ګارنېزون پر قومندان سربېره د ګڼ سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
وسله وال طالبان وایي جګړه اوس هم روانه ده او جنګیالي له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.