د هلمند د والي د دفتر یوه چارواکي نورالله مومند رسنیو ته په دی اړه وویل، برید کوونکي وژل شوي او په سیمه کې د کومانډو ځواکونو له تصفیوي عملیات روان دي.
ښاغلي مومند پهدې حمله کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده.
دفاع وزارت هم تأیید کړې چې په حمله کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتې، خو شمېر یې نهدی ښودلی.
میوند قول اردو پخوا تر دې په هلمند کې د نړیوالو ځواکونو لویه اډه وه.
د دې برید مسوولیت طالبانو منلی.
د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې ګڼ شمیر امریکایي او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.