د خبر په پاڼې په حواله ولسمشر غني زیاته کړې چې د طالبانو اړیکي دې له تروریستي شبکو جرمي او حرام اقتصاد سره هم معلومې شي.
د خبر پانې له قوله په دغې ناسته کې ولسمشر غني د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم څرګندونې کړې دي نوموړي ویلي چې تلپاتي سولې ته د رسیدو په اړه کلیدي مسایل ډېر روښانه شوي، تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.
د خبر پاڼې په حواله په دې لیدنه کې ولسمشر غني زیاته کړې چې له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي چې د هغې په چوکاټ کې به معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه دوامدارې مشورې کېږي او د هغو په رڼا کې به اقدامات کیږي.
ولسمشر غني په داسي حال کې د افغانستان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړې استازې سره د سولې په اړه غږیږي چې ټاکل شوې وو نن دوشنبه د فبرورۍ په ۱۸مه ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او طالب مرکچي پلاوي سره وګوري خو د افغانستان د حکومت د شکایت پر بنسټ د طالب استازو سفر یاد هیواد نه دی تر سره شوی.