عبدالکریم یورش؛ فاریاب پولیسو ویاند د
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چی تیره ورځ د مسلح مخالفینو سره یو جګړی په ترڅ کې ۱۳ ساعته اوږده شوه، ۱۲ تنه طالبان ووژل شو او ۷ تنه نور ټپیان شو.
هغه وویل چی دا شمیر طالبان د المار او پشتونکوت ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو لهل وری وژل شوی او ټپیان شوی دی.
ښاغلی یورش زیاته کړه چی په دی جګړو کې څلور تنه امنیتی ځواکونه هم شهید شوی او دوه تنه نور سطحی جراحت اخیستی دی او امنیتی ځواکونو یو تانګ هم د مخالفینو موشک نښتیدو له امله تخریب شوی دی.
ښاغلی یورش زیاته کړه چی طالبانو یو سرګروپ د ملاشیر محمد په نامه د قیصار ولسوالی څخه د شپږو تنو سره خپل ټول اسلحو سره یاد ولسوالی ملی پولیسو ته تسلیم شو.