خبر پاڼه زیاتوي د بغلان ولایت د پلخمري لویې لارې د امنیت په پار د دغې لارې په اوږدو کې ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات کړي ۶ نور طالب وسله وال یې وژلي دي.
د دغې خبر پاڼې پربنسټ د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر ضد د بریدونو چمتو کوونکی قوماندان ګل محمد له خپلو ۱۰ نورو اورپکو سره وژل شوی دی. افغان ځواکونو په داسې حال کې طالبانو ته د دوی له لوري د دومره درنو تلفاتو د اوښتو خبرونه خپروي چې، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو بهیر هم په لوړ او ځوړ روان دی، کله د سولې د راتګ لپاره هیله بښونکې او کله بیا مایوسونکي خبرونه خپریږي.