د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا لاریون کوونکې، هغه معترض نامزدان دی چی د کابل ولایت ټاکنو لومړنۍ نتایجو کې کافی رایی نه دی ترلاسه کړی.
هغوی ادعا کوی چی ټاکنو مستقل کمیسیون، د خلګو پاک رایی د پیسو سره معامله کړی دی.
عبدالعزیز آریایی د ټاکنو شکایاتو کمیسیون رییس و معترضانو ته اطمینان ورکړ چی کابل ابتدایی نتیجو اړوند هرڅومره شکایات چی شوی وی او ثبت شوی وی، په جدی توګه ورته رسیدګی کیږی او د خلګو برخلیک سره به خیانت ونه کړی.
علی رضا روحانی ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند او مدیر وایی چی د ۹ ولایتونو نهایی نتایج ټاکنو مستقل کمیسیون ته استولی او نږدی لس ولایتونه نور تر سبا پوری به دا کمیسیون ته واستول شی.