خبر پاڼه زیاتوي، د مالیې وزارت سرپرست او د دغه وزارت د مالي او لوی اقتصاد د پالیسۍ عمومي رئیس د ملکي کارکونکو د معاشونو د مدیریت پالیسي غونډې ته وړاندې کړې او د کابینې له لوري یاده پالیسي تائید شوې ده.
په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې، دغه پالیسي به د معاشونو زیاتوالی د کارکونکو د وړتیاو او تخصص له مخې تنظیم کړي، د دغې پالیسۍ پربنسټ د معاشونو د ورکړې موازي جوړښتونه، د کدري معاشونو د ایجاد لړۍ، په تدریجي ډول له منځه ځي او امتیازات به په منطقي ډول توزیع شي.
په خبر پاڼه کې د ویل شوي دي چي، کدري امتیازونه به تخنیکي او مسلکي کارکونکو ته د وړتیاو له مخې په پام کې ونیول شي، د غیر تخنیکي او مسلکي کارکوونکو او ټیټې کچې د مامورینو لپاره، د معاشونو نا مشروط زیاتوالی په پام کې نیول شوی دی.
د دغې طرحې په تطبیقولو سره په دندو کې هېڅ ډول کمی نه راځي د دې طرحې له مخې د وړتیا نه درلودونکو مامورینو په حقیقي معاشونو کې کمښت راتلونکی دی.