د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت (۰۲) قطعې تېره ورځ د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالی زاوی اړونده سیمو کې د هوایي قواوو په ملاتړ ځانګړی عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یي ۳۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یي ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې په وژل شویو کسانو کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې پرسونل هم شامل دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.