د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې یې د غونډې پر مهال پر جنرال عبدالرازق برید کړی.
د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شوي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې د پيښې په ترڅ کې دوه امریکایان ټپیان شوي خو د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په همدې حال کې راپورونه وایي چې د برید په ترڅ کې د کندهار ملي امنیت رئیس عبدالمومین حسین خېل هم وژل شوی او د کندهار والي زلمي ویسا او د میوند د ۴۰۴ زون قوماندان عبدالنبي ټپیان دي.