د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی کې تیری ورځې (۱۰ میزان) برید کې چی ماسپښین رامنځته شو، ۱۳ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د سه شنبه ورځې په ماسپښین یو انتحاری کوونکې خپل چاودیدونکې توکې د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی پارلمانی ټاکنو یو نامزد پلویانو په منځ کې چاودنه ورکړه.
لومړیو کی سیمه ایز چارواکې ددی پیښی تلفات ۷ تنه وژل شوی او ۲۵ تنه ټپیان اعلان کړ خو وروسته د وژل شویو شمیر ۱۳ تنو او ۳۰ تنو ټپیانو ته ورسیده.
عطاءالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی احتمالآ د تلفاتو شمیر بدلون کوی.
د خوګیانی په وینا انتحاری کوونکې د عبدالناصر مومند کامه وال ټاکنیز کمپاین دفتر تر خپل برید لاندی راوړی دی.