دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 171915
له مولانا سمیع الحق سره د افغان پلاوي لیدنه

افغان پلاوي له مولانا سمیع الحق غوښتي چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې ونډه واخلي.
د رپوټونو پر بنسټ د افغان حکومت استازي او ډیپلوماتانو له مولانا سمیع الحق سره د خیبر پښتونخوا ایالات نو شهر کې د حقانیه په مدرسه کې لیدلي دي.
افغان پلاوي له مولانا سمیع الحق غوښتي چې له طالبانو سره د سولې خبرو او د خبرو میز ته ددغېډلې مشرانو په حاضرولو کې ونډه واخلي.
سمیع الحق ویلي چې د هغه غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې جهاد د جګړې او وینې تویوینې پای وي او افغانستان د یو خپلواکه هیواد په توګه پاتې شي خو امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو دغه کار ته اجازه ورنکړه.
له دی وړاندې د افغانستان دیني عالمان د پاکستان دیني عالمانو سره د لیدنې لپاره دغه هیواد ته تللي او د مولانا سمیع الحق په ګډون یې د یو شمیر نور دیني عالمانو سره هم لیدلي وو او له طالبانو سره د سولې په تړاو یې ورسره خبرې هم کړې وې.
مولانا سمیع الحق هغه څیره ده چې د تاریخ په اوږدو کې ورته د طالبانو د معنوي پلار لقب هم ورکړل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvveviuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته