د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پیښه تیره ورځ سهار پنجشنبه د لشکرګاه ښار په مرکز کې رامنځته شوی دی.
عمر زواک؛ د هلمند والی ویاند وویل چی یو فلدر موتر چی لس تنه پکښی وو د هیواد امنیتی ځواکونو یو لیږدونکې هاموی تانګ سره نښته کړی دی.
د هغه په وینا په دی برید کې ددی موټر ټول سپرلي وژل شوي چی څلور ښځی او دری کوچنیان هم په وژل شویو کې دی.
د جادو کم عرضی او خرابی او د ځینو موټر چلوونکو بی احتیاطی د هغو عواملو څخه دی چی دداسی پیښو لامل ګرځی.