محب الله محب؛ د فراه پولیسو قوماندانی ویاند و
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی تیره شپه نږدی ۱۱:۳۰ بجی، طالبان د دارستان په کلۍ کې د نظام عامه پر پوستو باندی د برید قصد درلود چی د هوایی قواوو تر برید لاندی راغلل.
هغه وویل چی ددی وایی برید په ترڅ کې، ۹ تنه د هغوی څخه وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه یو هاموی موتر چی مخکې طالبانو په لاس لویدلی وو، له منځه یوړل شو. د طالبانو یو هاموی موتر هم د سرتیرو لاس ته لویدلی دی.
په دی نښتو کې د نظم عامه دوه تنه سرتیری په سطحی توګه ټپیان شوی دی.