د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د پېښې ډېري قربانیان عام وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال ویلي، چې روغتونونو ته ۱۵ جسدونه او ۲۰ ټپیان رالیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې په وژل شويو کسانو کې میر سنګهـ هم شته او دوه نور اهل هنود هېوادوال ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار افغان ولسمشر غني د دغه ولایت جلال آباد ښار ته سفر کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)