د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پهدې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزی ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې «International Contact Group for Afghanistan» په نننۍ غونډه کې د افغانستان پر سوله خبرې کېږي.
د افغانستان لپاره د تماس د نړیوال ګروپ هدف له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي همکاریو هماهنګي ده.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حکمت حاجيیف د هغه هېواد خبري اژانس، ترند ته ویلي چې پهدې غونډه کې به د نوي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د حکمت حاجيیف په وینا، د افغانستان د یو شمېر غیر دولتي سازمانونو او مؤسسو له لوري هم پلاوي ور استول شوي دي.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په وروستیو کې د سیمې په کچه هڅې د پراختیا په حال کې معلومېږي.
د ازبکستان حکومت، د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت او وسلهوالو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ کتنې کوربهتوب ته تیار دی.