"د هواري لپاره خپله د افغانانو هڅو ته هم اړتیا ده. افغانان د ستونزې د هواري یوه برخه ده. د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او د دوی ده او نور ښکېل لوري هم باید ټول په ګډه کار وکړي، څو اصلي اهداف تر لاسه شي."
په افغانستان کې د اختر په ورځو کې د رامنځته شوي اوربند د اهمیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال مېلر وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پلوی دی او کله چې تاوتریخوالی کمېږي، د خبرو لپاره ډېر چانس پیدا کېږي، خو نوموړي وویل، نه غواړي له حده زیاته تمه ترې ولري.
د دې امریکايي جنرال په وینا دا د ډیالوګ لپاره پیل کیدای شي او اوس مهمه دا ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیواله ټولنه یې باید تعقیب کړي.
ښاغلي مېلر دا څرګندونې پهداسې حال کې کوي چې په افغانستان او سیمه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو اوږد مهال اوربند او سولې د خبرو د پیل لپاره هڅې چټکې شوي دي.
پهدې لړ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په ماښام د کابل په حضوري چمن کې له هلمنده تر کابله پلي تللي د سولې د حرکت غړیو ته وویل، له طالبانو سره له قید او شرط پرته په ټولو مسئلو خبرو ته چمتو دی او که طالبان یې ومني دا یو کلن اوربند ته هم تیار دی.