د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، د هلمند والي حيات الله حيات د يادو نيول شويو توکو په اړه رسنيو سره د خبرو پر مهال د سرښندو امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې تل يې دخاورې او ملت ساتلو په موخه د دښمن لوی ترهګريز پلانونه شنډ کړي او پر وړاندې يې اغېزلروونکې عملياتونه ترسره کړي دي.
ښاغلي حيات زياته کړه، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين نيول شوي او د مهمو قومندانانو په ګډون شپږ تنه نور وژل شوي دي.
هلمند والي وويل: پدې عملياتو کې ۵ ميله پيکا، ۳ ميله راکټ انداز، ۶ ميله کلاشينکوفونه، ۲ ميله سل ډزي وسلې، پر دې سربېره ۵ بېلابېل ډول موټرونه، ۲ موټر سايکلونه، ۲۸۴ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه او لاسي بمونه، ۱۲۷ د بېلابېل ډول غټو وسلو مرمۍ او زرګونه د وړو وسلو مرمۍ نيول شوي دي.
ښاغلي حيات وړاندې وويل ددې عملياتو په ترڅ کې ۴۰ کيلوګرامه بيست او ۱۵۰ کيلوګرامه تارياک هم د ملي امنيت ځواکونو نيولي دي، چې د امنيه قومنداني د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت ته به وسپارل شي.
سرچینی زیاتویی: ملی امنيتي او دفاعي ځواکونو د يادو وسلو، مهماتو، وسايطو او مخالفينو په نيولو او وژلوسره د وسله والو طالبانو لوی ترهګريز پلانونه شنډ او مات کړ.