د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالعزیز الوزان، د عربستان حچ عمره وزارت چارو معاون د عکاظ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلی: د عمره کوونکو تلنه کوه نور ته د ځینی شرعی تخلفونو په دلیل او زائرینو سلامتی ساتنې لپاره ددی وروسته منع دی.
الوزان په دی بیان سره چی دا ګډونونه او مجاز حج موسسات باید د کوه نور زیارت او حرا غار ته تللو لپاره وخت ونه ټاکې او وویل دا تصمیم د بیت الله الحرام زائرینو د سلامتی لپاره اخیستل شوی دی ځکه د لوړ ارتفاع په دلیل زائرین ختلو سره به یی بیهوشی یا اکسیژن کموالی سره مخامخ کیږی.
هغه د حج شرکت ته خبرداری ورکړ چی د کوه نور زیارت خپل برنامو کې ټاکلو په صورت کې به د جریمه او مجازاتو سره به مخ شی.