د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر په خپل توئیتر کې د اسرائیل خلګو څخه منه وکړ او اعلان کړ چی امریکا هیڅ وقت ددی څخه ښه ملګری نه لری.
یو کنسولګری د قدس په یو سیمه کې د امریکا په سفارتخانه باندی بدل شوی دی. دا ځای به د امریکا سفیر دفتر کوربه او ځینی دفترونو لرونکې به وی. د پراختیا لپاره یی ځینی طرحی د ۲۰۱۹ کال په پای کې شتون لری.
قدس ته دامریکا سفارت لیږد لپاره تصمیم په تیر دسمبر کې ونیول شو او په حقیقت کې د اسرائیل او فلسطین په مناقشه کې د مستقل منځګړیتوب په حیث پاته کیدو کې لوی خنډ رامنځته کړه.
دا حرکت همدارنګه پراخ غبرګونونه په خلګو کې بالخصوص په فلسطینیانو کې رامنځته کړی دی. د سازمان ملل عمومی مجمع هم د یو قطعنامه په تصویب سره هغه غندلی دی.