د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر هیله مند دی چی امریکا ماموریت په سوریه کې د یو عربی ځواک په رامنځته کولو پای ته ورسوی.
په همدی برخه کې یو امریکایی مقام د وال استریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل: ترامپ دولت په سوریه کې د عربی ځواک رامنځته کولو په لټه کې دی ترڅو امریکایی ځواکونو بدیل شی.
له بل لوری، جان بولتون؛ د ترامپ ملی امنیت نوی مشاور، په دی اخیرو کې د عباس مصطفی کامل؛ د مصر اطلاعاتو مشر سره خبری کړي ترڅو پوه شی چی آیا قاهره به په دی طرحه کې مشارکت وکړی که نه؟
امریکایی چارواکو د عربی ځواک رامنځته کولو لپاره عربستان، قطر او اماراتو لوری ته تللی ترڅو د هغوی په واسطه نظامی سرچینی او په میلیونونو ډالرو لګښت د سوریه امنیت ساتلو لپاره د داعش ماتې وروسته تضمین کړی.
امریکایی چارواک و وال استریت ژورنال ته ویلي چی اعرابو متقاعدول سوریه ته د ځواک استولو لپاره یو سخت کار دی.