د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په هرات کې دولتی سرچینه وایی چی چاودیدونکو په یو دری څرخه ویله کې ځای پرځای شوی وو.
عبدالاحد ولی زاده، هرات پولیسو قوماندی ویاند و
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د شیندند ولسوالی په بازار کې د چاودنې له امله، ۸ تنه شهید او د ۱۰ تنو څخه ډیر ټپیان شو.
هغه وویل چی دا چاودنه د یو دری څرخ یا زرنج موټر سایکل له امله وو چی په کې چاودیدونکې توکې ځای پرځای شوی وو.
د هرات عامه روغتیا اداری مسؤولین وایی چی ددی پیښی د ټپیانو لیږد لپاره، آمبولانس د پیښی سیمې ته لیږل شوی دی.