د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی آصف، د دوشنبه په ورځ د حمل په ۱۳ د پاکستان جیوی تلویزیون سره په خبرو کې وویل چی امریکا خپل هیڅ یو متحدانو باندی بیله پاکستان، تحریم نه دی وضع کړی که څه هم اسلام اباد د واشنګتن سره همپیمانه کیدو له امله ډیر زیان لیدلی.
هغه، په دی اړه وویل: امریکا په تیرو ۴۰ تر ۵۰ کلونو راهیسی، هغه تحریمونه او برخوردونه چی پاکستان وضع کړي، د هیڅ بل هیواد سره نه دی ترسره کړی. زموږ سره د یو متحد په شان چلند نه دی شوي.
آصف امریکا ته په شکاره اشاره سره وویل چی دشمن د اقیانوسونو څخه په تیریدو سره، په عراق او سوریه او نورو هیوادونو کې جنګونو شکل ورکولو باندی مصروف دی؛ په داسی حال کې چی د اسلامی هیوادونو ډیر مشران ددی دشمن سره همکاری کوی.
هغه وویل چی پاکستان د یمن په جنګ کې ګډون نه دی کړی او ایران او عربستان باید خپل اختلافات پای ته ورسوی.