د ځانګړو عملیاتو د کمانډو د قول اردو د عامه اړیکو مسؤل ډګرمن عبدالقیوم نورستاني په وینا د افغان ځواکونو ټول تجهیزات د هغوی سره دی نه د دښمن لاس ته ورغلی او نه هم چا په غنیمت نیولي خو طالبان تجهیزات د بل ځای نه ترلاسه کوی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ځیني پرمختللي تجهیزات، د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورغلي دي.