نوموړی په دې اړه پرون په ننګرهار ولایت کې په یوه غونډه د وینا پر مهال خبر ورکړ.
ښاغلي حکمتیار په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې دی هیله مند دی چې د حزب اسلامي طرحې په اړه د اړوندو خواوو عکس العملونه په یوه او یا هم دوو اونیو کې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حکمتیار له دې وړاندې د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي وو، چې د سولې هدف د ترلاسه کولو په موخه باید د افغانستان دننه د طالبانو لپاره د سولې د ولایتونو په نوم امن سیمې ایجادې شي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی که څه هم افغان چارواکي وایي ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.
خو وسله وال طالبان یوازې له امریکا سره د مستقیمو خبرو په هکله پر خپلې غوښتنې ټینګار کوي.