د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، قدرت الله خوشبخت، د قندهار والی ویاند آریانا نیوزز ته ویلی چی دا پیښه نن غرمه، چهارشنبه، د قندهار ولایت میوند ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
د ښاغلی خوشبخت په وینا، دا پيښه د یو مسافربری موتر نښتې له امله چی ۳۰۳ ډوله موټر د کرولا موټر سره نښته کړی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی ټپیان د درملنې لپاره کندهار روغتون ته استول شوی دی.
ترافیکی پیښی د هیواد په دیرو سیمو کې هر ځل د سلهاوو مسافرو ژوند اخیستی دی چی ډیر یی د چلوونکو بی احتیاطی او سړکونو خرابوالی له امله پیښیږی.