د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، په یو پیغام کی د انصارالمهدی (عج) روحانیت ټولنه ویلی دی: یو ځل بیا د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت قسم خوړلی دشمنانو زیان بیګناه خلګو ته ورسید او دا ځل یو لوی کلتوری، سیاسی او ټولنیز مرکز چی یو غیری نظامی خدماتو غرضه کوونکې دی، تر ناځوان مردانه برید لاندی راوړ.
ددی پیغام په ادامه کی راغلی دی: د تبیان کلتوری مرکز د حضرت حجت الاسلام حسینی مزاری د هڅو ډک مجاهد شایسته مدیریت او رهبری سره، د ۳۰ کلونو څخه ډیر کیږی چی د افغانستان خلګو ته خدمت باندی مصروف دی او دتبیان مرکز ارزښتناکه خدمتونه د افغانستان ملت ویاړ او مباهاتو څخه دی.
د انصارالمهدی روحانیت ټولنه د تبیان پر مرکز باندی انتحاری برید په سخته توګه وغنده او حجت الاسلام استاد حسینی مزاری، د تبیان اسلامی ګوند عمومی مدیر، افغانستان دولت او ملت ته د زړه د کومې تسلیت وویله.
دا نهاد نور هم هیله ښودلی چی د تبیان مرکز نور د دشمن د سترګو خار، فعال او پراخ دنده ترسره کړی.