دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۰۱
د مطلب کود : 153064
‎کونړولایت کي ۳ کسانو ټپیان شوی
د کونړ ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی د سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خاورې پرون د توپونو مرمیو لګدې دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دغه ولایت امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت په دی اړه سرګندوی، دغه توپونو د کونړولایت کی په دانګام، خاص کونړ او مرورې ولسوالۍ لګېدلي دی. سرچنیو رسنیوټه وویل، په دغه پيښه کی ۳ کسان‌یې ټپیان کړي دي. له بلخوا د کندهار ولایت کی ددولت مخالفینو پرون د لښګرګاه له دوراهي څخه بیا تر ژړۍ ولسوالۍ پورې پر شا اوخوا۱۴ پوستو پر یوه وخت حملې کړې دی. راپورنه وایی، په یاد پيښه ۲۲ افغان امنیتی پولیس ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۳۵ وسله‌وال طالبان او ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcepx8zejh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته