د آمریکا استخباراتو اداره(سی. آی. ای) خپل مخفی عملیات په افغانستان کی پراختیا ورکوی ترڅو په دی هیواد کی د طالبانو ډیر شمیر تر هدف لاندی ونیسی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د نیویارک تایمز ورځپاڼه د دوه امریکایی مقام د قول څخه چی نوم افشا څخه خودداری وکړه، دا خبر خپور کړی دی.
ددی خبر په اساس سی آی ای کوچنی باتجربه او قراردادی مامورانو ټیمونه افغانستان ته استوی ترڅو افغانستان خاصو ځواکونو ترڅنګ، تندروان ولټی.
سی آی ای ددی اداری فعالیت پراختیا ګزارش په اړه په افغانستان کی اظهار نظر څخه خودداری کړی دی، خو که دا برنامه عملی سی نو په افغانستان کی به ددی اداری هڅو یو بدلون وی.
مخکی د سی آی ای فعالیتونه د القاعدی شبکی له منځه وړنه او افغانستان استخباراتی اداری سره همکاری باندی متمرکز وو.