نن په شاوخوا دوه چاودنو آواز د کابل ښار لویدیځ کی واوریدل سو.
نجیب دانش د داخلی وزارت ویاند د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل چی دا چاودنه د دهبوری په سیمه کی د مقناطیسی ماینونو له امله وو او د تلفاتو او خساراتو په اړه تراوسه کوم معلومات نسته.
عینی شاهدان وایی چی دا چاودنې د دهبوری څلورلاری سره د پولیسو پوستو ترڅنګ رامنځته سوی دی.
د کابل پولیسو ویاند هم ویلی چی دا چاودنې د پولیسو پوسته کی کی رامنځته سوی او تراوسه دوه تنه ټپی سوی دی.
جزئیات وروسته...