د کابل په قره باغ سیمه کی سلهاوو تنه د امریکایی ځواکونو دا اقدام په وړاندی چی اسلامی مقدساتو ته د تبلیغاتی پاڼو په خپرولو سره بی حرمتی کړی دی، لارون کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیره اونۍ ناتو ځواکونه په افغانستان کی د پروان په ولایت کی اسلامی مقدساتو ته بی حرمتی لپاره ځینی تبلیغاتی پاڼی خپور کړی دی.
لاریون کوونکی چی نن د قره باغ په سیمه کی لاریون کړی وو، وویل چی دا پاڼۍ په قصدی توګه خپور سوی دی او د خارجی ځواکونو بخښه غوښتنه یواځی کفایت نه کوی او دولت باید دا موضوع په جدی توګه وڅیړی.
د افغانستان دولت تراوسه ددی خبری په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
لاریون کوونکی د کابل-مزارشریف لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله او د موټرونو لاستیکونو ته اور واچوله.
د خبرنګارانو په وینا لاریون کوونکی خبردارۍ ورکړ چی که اسلامی مقدساتو یو ځل بیا بی حرمتی وسی نو هغوی به بګرام نظامی پایګاه باندی برید وکړی.