د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د حامد کرزی په مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه کی راغلی دی: کرزی، د امریکایی ځواکونو هوایی بریدونه چی له امله یی په لوګر کی ملکی کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی، په سختو ټکو غندلی دی.
دا خبرپاڼه زیاته کړۍ: مخکنی ولسمشر داسی عملیاتونه چی له امله یی کلۍ ورانیږی یو بشری جنایت او د بین المللی موازینو خلاف عمل بولی او په افغانستان کی د ملکی تلفاتو په اړه سخته اندیښنه بالخصوص د امریکا نوی استراتژی اعلان وروسته ښیی، په هیواد کی د هوایی بریدونو هرڅه عاجل درولو غوښتونکی سو.
د لوګر ولایت سیمه ایز چارواکی ویلی دی چی ۱۱ تنه غیری نظامیان، د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکړل او ۱۶ تنه نور ټپیان سول.
په دری اخیرو ورځو کی، دا دوهم هوایی برید دی چی په هغه کی غیری نظامیانو ته سخت تلفات اوړی.
دری ورځی مخکی د خارجی ځواکونو په یو هوایی برید کی د هرات ولایت زیرکوه ولسوالی سیمه کی، ۱۶ تنه غیری نظامی کسان ژوند له لاسه ورکړی دی او اوه تنه نور ټپیان سوی دی.