د د فاع وزارت وایی، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۹۰ تنه وسله والو وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی دی، چې د هېواد په بیلابیلو برخو کې کابو ۹۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې نن شنبې ورځ ویلی دي، د افغان ځواکونو دغه پوځي عملیات تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، وردک، زابل کندهار، ارزګان، فراه، بادغیس، بغلان، تخار، بلخ، فاریاب او د هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ترسره شوي دي.
خو تر اوسه د دولت مخالفینو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دي ویلي.