د فاریاب سیمه ایز سرچینی وایی چی د غورماچ ولسوالی سقوط کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فتح لله قیصاری، د فاریاب خلګو نماینده په مجلس کی و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی یو ساعت مخکی غورماچ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
هغه وویل چی امنیتی ځواکونه د خپل پوستو څخه تښتلی دی او په حاضر حال کی د پولیس قوماندی ساختمانونه د طالبانو په لاس کی دی.
ددی نماینده په وینا، د ملی اردو ځواکونه ددی ولسوالی په دوه کیلو متری کی حضور لری.
تر اوسه د تلفاتو په اړه کوم معلومات نسته.
د یادولو وړ دی چی د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ د څو ورځو راهیسی د جنګ وروسته طالبانو نن ماسپښین وتوانید چی د غورماچ ولسوالی مرکز ونیسی.