د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، په وژل شويو مخالفينو کې څلور تنه ډلګی مشران هر يو حاجي احمد، فيضي، ثاقيب او حقبين شامل دي. او دغه راز څلور تنه نور ډلګی مشران يې هم نادرکه دي.
سرچینو زیاتیوی، په دې عملياتو کې څلور عرادې موټرونه، ۱۸ عرادې موټر سايکلونه، دوه ميله دهشکه او ګڼې نورې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خبر پانه زیاتیوی، ياد عمليات د ناوې ولسوالۍ لوی کلي، ژړ صاحب او عېنک سيمو کې لا هم دوام لري، چې په هکله به يې نور معلومات وروسته خپاره شي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وایی، د يوه بل خبر له مخې د لښکرګاه اړوند بولان سيمه کې پر دوه مهمو مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو بريدونو کې د دښمن ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ کسان يې نور ټپيان دي، دغه راز دوه کارخانې او پنځه عرادې موټر سايکلونه يې هم له منځه وړل شوي دي.