دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 145502
نن په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په اړه جزئیات اعلانیږی
د ناټو عمومي منشي ویلي چې د ناټو د ټولنې غړي په افغانستان کې د خپل مأموریت په اړه به د پنجشنبې په ورځ بحث وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ، د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې سبا ته د بلجیم په پلازمېنه د بروکسل په غونډه کې، په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي مأموریت او په دغه هېواد کې د ځواکونو د شمېر د زیاتوالي په اړه به پرېکړه وکړو.
د ناټو عمومي منشي تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې له افغانستان سره د دغه سازمان د مالي مرستې پر دوام ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو خپله وړتیا ثابته کړې ده.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کې وضعیت ډېر ستونزمن دی، خو افغان پوځيانو ثابته کړې چې وړتیا لري.
هغه څرګنده کړه چې ناټو د ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په لټه کې ده چې بشپړه مسلکي تجربه لري او له ځانه مېړانه او سرښندنه ښودلې.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د «کابل پروسې»په نامه د سولې یو نوی میکانیزم پیل کړی،خو د دغې پروسې مشري باید د افغانانو له خوا وشي.
د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د دفاعي لګښتونو په اړه وویل چې په روان کال کې د امریکا په ګډون د لګښتونو کچه به ۳،۴ زیاتوالی پيدا کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړي چې د پرېکنده ملاتړ مأموریت موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان هېڅکله د ترهګرو په امن‎پټڼ‎ځای بدل نه‎شي.
هغه همدارنګه د افغانستان جګړې ته په اشاري سره وویل چې ناټو په افغانستان کې جنګي مأموریت ته د ستنېدو هوډ نه‎لري. هغه په ډاګه کړه:موږ به خپل حضور ولرو او سبا ته به په افغانستان کې زموږ د مأموریت د راتلونکي په اړه به بحث وشي.
https://avapress.com/vdccxpqsi2bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته