کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په اړه جزئیات اعلانیږی

8 سرطان 1396 ساعت 9:35

د ناټو عمومي منشي ویلي چې د ناټو د ټولنې غړي په افغانستان کې د خپل مأموریت په اړه به د پنجشنبې په ورځ بحث وکړي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ، د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې سبا ته د بلجیم په پلازمېنه د بروکسل په غونډه کې، په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي مأموریت او په دغه هېواد کې د ځواکونو د شمېر د زیاتوالي په اړه به پرېکړه وکړو.
د ناټو عمومي منشي تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې له افغانستان سره د دغه سازمان د مالي مرستې پر دوام ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو خپله وړتیا ثابته کړې ده.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کې وضعیت ډېر ستونزمن دی، خو افغان پوځيانو ثابته کړې چې وړتیا لري.
هغه څرګنده کړه چې ناټو د ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په لټه کې ده چې بشپړه مسلکي تجربه لري او له ځانه مېړانه او سرښندنه ښودلې.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د «کابل پروسې»په نامه د سولې یو نوی میکانیزم پیل کړی،خو د دغې پروسې مشري باید د افغانانو له خوا وشي.
د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د دفاعي لګښتونو په اړه وویل چې په روان کال کې د امریکا په ګډون د لګښتونو کچه به ۳،۴ زیاتوالی پيدا کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړي چې د پرېکنده ملاتړ مأموریت موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان هېڅکله د ترهګرو په امن‎پټڼ‎ځای بدل نه‎شي.
هغه همدارنګه د افغانستان جګړې ته په اشاري سره وویل چې ناټو په افغانستان کې جنګي مأموریت ته د ستنېدو هوډ نه‎لري. هغه په ډاګه کړه:موږ به خپل حضور ولرو او سبا ته به په افغانستان کې زموږ د مأموریت د راتلونکي په اړه به بحث وشي.


د مطلب کود: 145502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145502/نن-په-افغانستان-کې-د-ځواکونو-شمېر-اړه-جزئیات-اعلانیږی

آوا
  https://www.avapress.com