د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې (نن یک شنبې د غبرګولي۲۱مه) راغلي، پيښه تیره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل د وسایطو ضد یو ماین واټ څېرمه ځای پر ځای کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال چوولی او له امله یې یاد شمېر طالب وسلهوال وژل شوي او 5 تنه ټپیان دي.
طالبان تر ډېره د افغان ځواکونو کاروانونو نښه کولو په موخه د سرک غاړي ماینونه کاروي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي کسان وي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.