دافغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت چارواکی ویلی، دغه وسله والو د سولې له بهیر سره یو ځای شوی داعش قوماندان وفادار نومېږي، چې په نېک عمل مشهور دی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې وفادار د ملي امنیت ریاست په هڅو له داعش ډلې بېل او سولې له بهیر سره یو ځای شوی او خپله یو میل تومانچه، یوه مخابره او دوه لاسي بمونه یې هم حکومت ته سپارلي دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د سولې له بهیر سره دغه یو ځای شوي داعش قوماندان تر دې وړاندې د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې دولت ضد فعالیتونه کول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې طالب و خو کله چې داعش رامنځ ته شو، له هغوی سره یو ځای او تر مخکې یې په ډېرو ظلمونو او وحشت لاس پورې کړ.
سرچنیوی وایی، چې داعش ډله د عایداتو پيدا کولو په موخه د خلکو فصلونه، ونې او مالونه په ظلم سره نيسي او بې ګناه وګړي په شهادت رسوي.